Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوگر کې مسوولینو د ازادو رسنیو او خبریالانو پر ملاتړ ټینګار ورکړ

پل علم (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۳): د لوګر ولایت حکومتي مسوولینو د ازادو رسنیو او خبریالانو فعالیت اغېزناک بللی او د هغوی پر ملاتړ یې ټینګار کړی دی.

د لوګر لایت مقام کې نن د سیمه‌ییزو چارواکو، محلي رسنیو مسوولینو او خبریالانو ترمنځ د همغږۍ او د خبریالانو ستونزو ته د رسېدنې په موخه غونډه جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د ولایتي ادارو ریيسانو، د ملکي او نظامي ادارو ویاندویانو، د خصوصي او دولتي رسنیو مسؤلینو او خبریالانو ګډون کړی و.

غونډې ته د لوګر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفیع‌الله صمیم وویل، د پخوا په پرتله لوګر ولایت کې د محلي رسنیو او خبریالانو ستونزې را کمې شوې دي.

صمیم زیاته کړه: «په تېرو درېیو کلونو کې د هېڅ خبریال پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښه نه ده ثبت شوې، دوو نویو راډیوګانو او یوې وېب‌پاڼې په فعالیت پیل کړی دی او د رسنیو پر وړاندې سترې ستونزې تر ډېره هوارې شوې دي.»

همدارنګه په دې غونډه کې د لوګر ولایت مقام رییس مولوي رحمت‌الله عثماني وویل، هڅه کوي چې د خبریالانو خوندیتوب، معلوماتو ته د هغوی ښه لاس‌رسي او همغږۍ برخه کې شته ستونزو ته رسیدنه وکړي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، د ازادو رسنیو او ژورنالیستانو فعالیت اغیزناک دی او دوی یې په ککله ملاتړ کوي.

بل لور ته، په دې غونډه کې د خبریالانو په استازیتوب د پژواک خبریال خان ولي احمدزي وویل، لاهم په دغه ولایت کې رسنۍ او خبریالان معلوماتو ته د لاسرسي او همغږۍ برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

نوموړي په ولایتي چارواکو غږ وکړ چې د ښې اطلاع‌رسونې لپاره دې د ولايتي ادارې ویاندویانو ظرفیت لوړ او له رسنیو سره دې پر وخت معلومات شریک کړي.

د یادونې وړ ده چې لوګر ولایت کې اوسمهال د یوې دولتي راډيو په ګډون شپږ خصوصي راډیوګانې، یو وېب سايټ، یوه چاپيزه میاشتنۍ جریده او ۵۰ خبریالان فعالیت کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.