ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عمري: له ځوانانو دې د حکومت په چارو کې په کافي اندازه کار واخیستل شي

عمري: له ځوانانو دې د حکومت په چارو کې په کافي اندازه کار واخیستل شي

author avatar
17 Sep 2024 - 17:08
عمري: له ځوانانو دې د حکومت په چارو کې په کافي اندازه کار واخیستل شي
author avatar
17 Sep 2024 - 17:08

خوست‌ښار (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۳): د کورنيو چارو وزارت لومړی مرستيال وايي، له ځوانانو دې د حکومت په چارو کې په کافي اندازه کار واخیستل شي او له ځوانانو یې غوښتي چې د اوسني نظام ملاتړ وکړي او په پردیو پسې دې نه ځي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي محمدنبي عمري دا څرګندونې نن د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رياست کې د پخواني جهادي قوماندان مولوي جلال‌الدين حقاني تلین‌غونډې ته وکړې.

هغه وويل، اوسنی نظام د ځوانانو فکري روزنه پر ځان واجب بولي، خو له ځوانانو هم غواړي چې په پرديو پسې دې نه ځي او د اسلامي امارت ملاتړ دې وکړي.

دی زياتوي: «د خپل امارت د قوانينو، طرزالعمل او لوايحو نه پاس قدم مه ږدئ، په پرديو پسې مه ځغلئ، که مو موږ ليدو او د پرديو غلامي مو کوله، بيا د دې حق لرئ ما له ګرېوانه ونيسئ او راته وواياست چې ته جاسوس يې، خاين يې او د پرديو غلام يې.»

د کورنيو چارو وزارت لومړي مرستيال غونډې ته دغه راز وويل، که څه هم د نظام په دننه کې به ځيني ستونزې او مشکلات وي، ولې دا په دې نه ارزي چې ځوانان دې د خپل نظام د ملاتړ پر ځای په پرديو پسې ولاړ شي.

هغه وويل په نظام کې د نيمګړتياوو د له منځه وړو لپاره د خپل‌منځي بحثونو ترڅنګ له عامو خلکو سره هم سلا مشورې روانې دي او ورته اړتيا هم ده.

ده زياته کړه: «ځوانه د الله په خاطر باندې هغه تجربه چې زموږ شته او د تا نشته په دا ارزه برزه خلکو پسې مه ځه، دنيا او اخرت دې تباه کېږي؛ د خدای خاطر وکړه دا خپل امارت ومنه، د دې حمايت وکړه، د دې دفاع وکړه، بعضې مشکلات په موږ کې هم شته، اوليا نه يو، انبيا نه يو، د خلکو نظرونو ته اړتيا شته، مشوورو ته اړتيا شته.»

بل لور ته، په دې غونډه کې بیا ځوانانو په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت له مشرانو غوښتنه وکړه چې د حکومت په چارو کې له ځوانانو په کافي اندازه کار واخيستل شي.

يوه ځوان بلال سباوون وويل، د دې لپاره چې ځوانان د پرديو د دسيسو ښکار نه شي، نو د هغوی فکري روزنې ته دې ځانګړې پاملرنه وشي.

هغه وايي: «هر نظام په مختلفو نومونو دښمنان لري، په فکري لحاظ، په سياسي لحاظ، په کلتوري لحاظ، خو تر ټولو سخت مخالف فکري مخالف دی، نو زموږ غوښتنه دا ده چې د ځوانانو د فکري روزنې لپاره چې څه ډول مناسبه ده، کار وشي.»

د دې غونډې نورو ګډونوالو بيا په خپلو خبرو کې د پخواني جهادي قوماندان جلال‌الدين حقاني کارنامې وستايلې او له ځوانانو يې غوښتنه وکړه چې د هغه لار تعقيب کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.