Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غور کې د یوه جامع جومات جوړولو کار پیل شو

غور کې د یوه جامع جومات جوړولو کار پیل شو

author avatar
17 Sep 2024 - 16:32
غور کې د یوه جامع جومات جوړولو کار پیل شو
author avatar
17 Sep 2024 - 16:32

فیروزکوه (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۳): غور کې ځايي سرچینې وايي، د دغه ولایت د الفاروق ۲۰۷ قول‌اردو دویمې لوا په انګړ کې د ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت جامع جومات جوړېږي.

د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر مولوي محمدحماس وویل: «دغه جومات د هېواد د ملي دفاع وزارت له لوري د ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت جوړېږي چې پر یو وخت د څلور سوه لمونځ‌کوونکو ځایولو ظرفیت لري او د جوړېدو قرارداد یې له یوه داخلي شرکت سره شوی دی.»

نوموړی وايي، د یاد جومات جوړېدل د دې لوا د پرسونل یوه اړینه اړتیا ده او «مجاهدین» او امنیتي ځواکونه کولای شي چې له دغه جوماته د عبادت، تعلیم او تربیې، دعوت او تبلیغ لپاره کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ روغتیايي مرکز او ترافیکو مدیریت په محوطو کې د دوو جوماتونو جوړولو کار پیل شو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.