ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې پاکستان ته د لسګونو پسونو د قاچاق مخه نیول شوې ده

ننګرهار کې پاکستان ته د لسګونو پسونو د قاچاق مخه نیول شوې ده

author avatar
17 Sep 2024 - 11:54
ننګرهار کې پاکستان ته د لسګونو پسونو د قاچاق مخه نیول شوې ده
author avatar
17 Sep 2024 - 11:54

جلال‌اباد (پژواک، ۲۷ وږی ۱۴۰۳): د ننګرهار امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په خوږياڼو ولسوالي کې يې پاکستان ته د لسګونو څارويو د قاچاق مخه نيولې او ورسره په تړاو پنځه کسان هم نيول شوي دي.

د ننګرهار امنيې قوماندانۍ وياند حافظ عبدالبصير زابلي د وږي په ۲۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د خوږياڼو ولسوالۍ پوليسو د دې ولسوالۍ په چمتلې سيمه کې پنځه کسان - چې غوښتل یې پاکستان ته څاروي قاچاق کړي - نیولي دي.

هغه زیاته کړه، دا چې بهر ته د څارویو پر قانوني لېږد بندیز دی نو یادو کسانو غوښتل ۹۶ پسونه په قاچاقي ډول له ډیورنډ کرښې واړوي او پاکستان ته یې ولېږدوي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، نيول شوي کسان اوس تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي او وروسته به د عدلي تعقيب په موخه محکمې ته ولېږل شي.

په وروستيو څو کلونو کې پاکستان کې د وړو څارويو (پسونو او اوزو) نرخونه لوړ شوي چې له امله يې سوداګر هڅه کوي له افغانستانه څاروي په قاچاقي ډول هغه هېواد ته ولېږدوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.