Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې سوېلي افریقا ته ستره ماتې ورکړه

کابل (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۳): د هېواد کرکټ ملي لوبډلې د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د لومړي ځل لپاره سوېلي افریقا ته ماتې ورکړه.

دغه سیالۍ د افغانستان په کوربه‌توب د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي کې ترسره شوه.

د نننې لوبې پچه د سوېلي افریقا لوبډلې وګټله او د افغانستان پر وړاندې یې لومړۍ توپوهنه غوره کړه.

په نن سیالۍ کې افغان توپ اچوونکو ښه توپ اچونه ترسره کړه او د سوېلي افریقا ټوله لوبډله یې په ۳۴م اور کې په ۱۰۶ منډو وسوځوله.

د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې فضل الحق فاروقي څلور، الله محمد غضنفر درې او راشد خان د سوېلي افریقا دوه لوبغاړي و سوځول.

په مقال کې افغان لوبډلې ورکړل شوې هدف په ۲۶م اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او سوېلي افریقا ته یې د شپږو وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د افغانستان له لوري په توپوهنه کې ګلبدین نایب ۳۴، عظمت الله عمرزي ۲۵، حشمت الله شهیدي او ریاض حسن ۱۶- ۱۶ منډې وکړې.

د یادونې ده افغانستان به خپله دویمه لوبه د سپټمبر په ۲۰مه له سوېلي افریقا سره ترسره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.