Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مولوي امیرخان متقي ته د مسکو فارمټ راتلونکې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړل شوه

کابل (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۳): د بهرنیو چارو وزارت وایي، په کابل د روسیې سفیر د دغه وزارت سرپرست ته د افغانستان په اړه دمسکو مشورتي فارمټ راتلونکې ناسته کې د ګډون په اړه بلنه ورکړه.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په کابل کې د روسیې فدراسیون سفیردیمیتري ژیرنوف سره وکتل.

سرچېنې لیکلي، د روسیې سفیر د بهرنیو چارو وزیر ته د افغانستان په اړه د مسکو مشورتي فارمټ راتلونکې ناسته کې د ګډون بلنهورکړه.

یاد وزارت نه دي ویلي چې دغه غونډه به کله او چېرته ترسره شي.

دیمیتري ویلي، اسلامي امارت سره اړیکې يې هېواد ته ارزښت لري او د هغه هېواد په کوربه‌توب په ټولو سیمه‌ییزو او نړیوالو ناستو کې دافغانستان پلاوي ته د ګډون بلنه ورکول کېږي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په دغه ناسته کې ویلي، متقي ویلي، اسلامي امارت له پیله د روسیې په نوښت دمسکو فارمټ ناستو کې ګډون کړی او په مثبت نظر ورته ګوري.

بهرنیو چارو وزا ت لیکلي، متقي د مسکو فارمټ راتلونکې ناسته بل فرصت وباله چې په ترڅ کې به يې د روسیې له لوړپوړو چارواکو او دسیمې هېوادونو استازو سره پر دوو اړخیزو مسایلو خبرې اترې وشي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.