Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې ناپېژانده کسانو یو تن په ډزو وژلی

کندهار (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۳): د کندهار امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې ناپېژانده کسانو یو تن په ډزو وژلی دی.

د کندهار ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه د پنجوایي ولسوالۍ پهزلخان سیمه کې شوې ده.

هغه وویل چې یاد کس د ناپېژانده موټرسایکل سپرو له لورې په ډزو وژل شوی دی.

د پنجوايي ولسوالۍ د زلخان سیمې یو تن اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې خپور شي وایي، وژل شوی کس ملک اسماعیل نومېده او پهدغه سیمه کې د اسماعیل نومې کلي ملک و.

هغه وویل چې دغه کس شخصي دښمني هم لرله.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.