Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

«د هېواد محرومو سیمو کې دې خلکو ته د ژوند اسانتیاوې برابرې شي»

کابل (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۳): د کابینې په ناسته کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ته سپارښتنه شوې چې په لرې پرتو سیمو کې د پیل شوو چارو جدي څارنه وکړي او ټولو محرومو سیمو کې دې خلکو د ژوند اسانتیاوې برابرې کړي.

د چارو ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د رییس‌الوزراء ملا محمدحسن اخند په مشرۍ د کابینې غونډه وشوه.

سرچینې لیکلي، په دغه غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت ته سپارښتنه وشوه چې د هېواد په لرې پرتو سيمو کې پیل شوو پراختيايي، تعلیمي او روغتيايي چارو ته جدي پاملرنه وکړي او ټولو محرومو سيمو کې مېشتو هېوادوالو ته له شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې په عاجله توګه د ژوند اسانتياوې برابرې کړي.

خبرپاڼه کې راغلي، په دې غونډه کې د ځمکې لاندې اوبو کارولو د مدیریت طرحې په اړه هم بحث وشو او پرېکړه وشوه چې له اصولي پړاوونو ترسره کولو وروسته دې د تائید او منظورۍ لپاره د اسلامي امارت مشرتابه ته وړاندې شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.