Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میانمار کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدنې له امله ۲۲۰ تنه مړه شوي

کابل (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۳): د میانمار حکومت اعلان کړی چې دغه هېواد کې د یاګي نومي توپان په پایله کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدنې پېښو کې ۲۲۰ تنه مړه شوي او له ۷۰ ډېر کسان نادرکه دي.

د راپورونو له مخې، دې توپان د روانې سپټمبر میاشتې له لومړیو د ویتنام شمال، لاووس، تایلېنډ او میانمار سخت ځپلي او له امله یې میانمار او شاوخوا هېوادونو کې څه د پاسه ۵۰۰ تنه مړه شوي دي.

بي‌بي‌سي لیکلي چې میانمار تر ټولو ډېر ځپل شوی او په ځینو سیمو کې یې بشپړ کلي ویجاړ شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې په دغه هېواد کې د یاګي په نوم توپان پایله کې د سېلابونو او ځمکې‌ ښویېدنې پېښو کې حکومت د ۲۲۰ تنو د مړینې او له ۷۰ د زیاتو کسانو د لادرکه کېدو پخلی کړی دی.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې میانمار کې له نیم میلیون زیات کسان خوړو، د څښاک اوبو، جامو او پناه‌ځای ته په بېړني ډول اړتیا لري.

ملګرو ملتونو ویلي دغه توپان میانمار کې د پلازمېنې په ګډون نهه ولایتونو او سیمې ځپلې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.