Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې ۵۶۰ درملنه شوي روږدي له حرفوي زده‌کړو فارغ شول

کابل (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۳): د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي چې د کابل په څرخي پله سیمه کې ۵۶۰ درملنه شوي روږدي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکزه فارغ او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو مرستیال مولوي محمدزاهد احمدزي نن (چهارشنبه) د کابل څرخي پله سیمه کې په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې وویل، څه باندې ۵۰۰ روږدو ته له درملنې وروسته فني او حرفوي زده‌کړې ورکړل شوې او نن فارغ شول.

هغه وایي، په راتلونکي کې به په بېلابېلو ولایتونو کې هم روږدو کسانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړي.

نوموړي زیاته کړه، د اسلامي امارت له راتګ سره په هېواد کې د نشه‌یي توکو کرکېله نږدې صفر ته ښکته شوې او هم یې د قاچاق مخنیوی شوی دی.

هغه له نړۍوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې د نشه‌توکو د بدیل کښت برخه کې دې له افغانانو سره همکاري وکړي.

همدارنګه په دې غونډه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمې وویل چې له دغه مرکزه ۵۶۰ درملنه شوي روږدي له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول.

هغه زیاته کړې چې یادو کسانو ته څلور میاشتې په پنځو حرفو لکه خیاطۍ، د تعمیراتي او کورنیو برقي وسایلو جوړولو، بوټ او بیک جوړولو برخو کې زده‌کړې ورکړل شوې دي.

نوموړی وایي، هغوی هر یو ته له ۳۰ زره څخه تر ۶۰ زره افغانیو په ارزښت د اړوندې حرفې وسایل هم ورکول کېږي.

هغه وایي چې تراوسه پورې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مرکز (کابل) په ګډون یو شمېر ولایتونو کې په نشه‌یي توکو روږدو شاوخوا ۳۰۰۰ کسانو ته حرفوي زده‌کړې ورکړې دي.

عبدالرحمن چې د پنجشېر ولایت اصلي اوسېدونکی دی، پژواک خبرې اژانس ته یې وویل، ۲۳ کاله کېږي چې نشو ته یې مخه کړې وه.

هغه زیاته کړه، خوښ دی چې درملنه یې وشوه، د فني او حرفوي زده‌کړو په مرکزې کې ورته د بیک جوړلو برخه کې زده‌کړې ورکړل شوې.

هغه وویل: «دلته مې کسب زده کړ، اوس چې هر چېرته لاړ شم کار کولی شم او خپلې کورنۍ او اولادونو ته نفقه برابرولی شم.»

د یادونې ده، د تېر ۱۴۰۲ کال په چنګاښ میاشت کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د کابل په څرخي پله سیمه کې د ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت په نشه‌يي توکو روږدو کسانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو دغه مرکز پرانیستل شو چې تر دې مهاله له یاد مرکز څخه درې دورې کسان فارغ شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.