Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نورستان کې یو سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

نورستان کې یو سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

author avatar
18 Sep 2024 - 20:54
نورستان کې یو سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
author avatar
18 Sep 2024 - 20:54

پارون (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۳): سېمه‌ییز چارواکي وایي، په نورستان ولایت کې ۴۲ کیلو متره دسړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د نورستان د والي ویاند فریدون صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد ۴۲ کیلومتره سړک د دغه ولایت له مرکز پارون څخهتر غربينورستان نورګرام ولسوالۍ پورې جوړ شوی دی.

هغه وویل چې یاد سړک د خوړو نړیوال پروګرام سر بېره ،خیریه بنسټونو او د ولسونو په مالي ملاتړ جوړ شوی، چې په جوړېدو سره یې دغربي نورستان درې ولسوالۍ نورګرام ولسوالي دواب ولسوالي او منډول ولسوالي د مرکز پارون سره و نښلول شوې.

د نورګرام ولسوالۍ اوسېدونکی صاحب داد همدرد وایي،پخوا به دوی د لغمان، ننګرهار او کونړ درېیو ولایتونو د لارې مرکز پارون ته تللخو اوس به دیاد سړک څخه په ګټه اخیستنې په اسانۍ او کم وخت سره مرکز پارون ته تګ راتګ کوي.

همدرد له مسوولینو غوښتنه وکړه چې یاد سړک دې باید په اساسي بڼه ورغول شي.

دیادونې وړ ده چې نورستان ولایت په درېیو لویو درو - مرکزې نورستان چې وایګل، کا نتیوا او مرکز پارون ولسوالۍ لري، شرقي نورستانکې کامدېش او برګمټال ولسوالۍ موجود دي او غربي نورستان بیا د نورګرام، دواب او منډول ولسوالیو څخه جوړ دی - چې لا هم شرقينورستان د مرکز پارون سره عمومي نښلېدونکی سړک نه لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.