Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بلخ ګمرک کې پر صادراتي توکو دواپاشي اختیاري شوه

مزارشریف (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۳): د پژواک خبري اژانس د یوه راپور له خپرېدو وروسته د بلخ په ګمرک کې پر توکو د فومېګشن (دواپاشۍ) مسله اختیاري شوه.

پژواک د ۱۴۰۲ کال لېندۍ پر ۵مه نېټه د بلخ ولایت سوداګرو په حواله ویلي وو چې حیرتان بندر کې په صادراتي توکو په جبري ډول دوا پاشل کېږي او له امله یې د دوی کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ کېږي.

سوداګرو دغه راز ویلي وو چې ډېری متقاضي هېوادونه پر توکو له دوا پاشلو سره مخالف دي او له مسوولینو یې غوښتنه کړې وه چې دغه کار اختیاري کړي.

د بلخ ولایت صنعت او سوداګرۍ رییس امیرمحمد متقي پژواک ته وویل چې د دغه ولایت د والي محمدیوسف وفا په ځانګړي هدایت د سوداګرو فومېګشن (دواپاشۍ) ستونزه حل او اختیاري وګرځول شوه.

نوموړی زیاتوي چې د سوداګرو د ستونزو حل په موخه اسلامي امارت تل هڅه کړې او لا هم هڅه کېږي چې سوداګرو ته په هره برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د بلخ ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس اسدالله اسدي پژواک ته وویل چې پرون مازدیګر په لومړي ځل له حیرتان بندره ازبکستان ته لس موټره (۲۵۰) تڼه کچالو له دوا پاشۍ پرته صادر شول.

هغه زیاتوي چې دا مهال له حیرتان بندره منځنۍ اسیا ته غالۍ، بخار دیګونه، وچه مېوه، سبزیجات، غیر الکولي نوشابې او یو شمېر طبي بوټي صادرېږي.

بلخوا، سوداګر هم د حکومت د دې پرېکړې هرکلی کوي.

د بلخ یو سوداګر برکت‌الله شکورزوی د فومېګشن (دواپاشۍ) اختیاري کولو څخه خوښي ښیي او بهرنیو هېوادنو ته د صادراتو د ډېروالي برخه کې یې ګټور ګام بولي.

هغه پژواک ته وویل چې له دې مخکې یو موټر د دوا پاشۍ لپاره په ساعتونو درېده او د دوی کار یې له خنډ او ځنډ سره مخ کاوه خو له دې وروسته به دا چاره چټکه شي.

د یادونې ده چې له دې مخکې فومېګشن یا پر صادراتي توکو دوا شیندل د کرنې وزارت او یوه خصوصي شرکت له خوا په ګډه او په جبري توګه ترسره کېده او له هر موټر څخه ۱۶ زره افغانۍ هم اخیستل کېدې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.