ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې د اوبو پر سر نښته کې یو کس وژل شوی او بامیان کې د یوه سړي مړی موندل شوی

بدخشان کې د اوبو پر سر نښته کې یو کس وژل شوی او بامیان کې د یوه سړي مړی موندل شوی

author avatar
18 Sep 2024 - 14:01
بدخشان کې د اوبو پر سر نښته کې یو کس وژل شوی او بامیان کې د یوه سړي مړی موندل شوی
author avatar
18 Sep 2024 - 14:01

بامیان، فیض‌اباد (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۳): ځايي مسوولین وايي چې د بدخشان په کشم ولسوالۍ کې د کرنیزو اوبو پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی او دغه‌راز د بامیان ولایت په مرکز کې د یوه سړي مړی موندل شوی دی.

د بدخشان د پولیسو ویاند احسان‌الله کامګار وايي چې د کشم ولسوالۍ د دوو اوسېدونکو ترمنځ د شخړې له امله یو یې د چاقو په ګوزارونو وژل شوی او پر قتل تورن کس د پېښې له ځایه تښتېدلی دی.

نوموړي زیاته کړه چې یاده پېښه پرون د کشم ولسوالۍ په بلوچانو کلي کې د کرنیزو اوبو د وېش پر سر شوې او پولیس د تورن کس په لټه کې دي.

بلخوا، د بامیان ځايي مسوولین په دغه ولایت کې د یوه سړي د مړي له موندل کېدو خبر ورکوي.

د بامیان د والي ویاند عبدالصبور فرزان سیغاني په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن سهار شاوخوا شپږ بجې د دغه ولایت د مرکز خوال کلي کې د یوه ۳۹ کلن سړي مړی موندل شوی دی.

د هغه په وینا، یاد کس غلام مهدي نومېده چې څو ورځې مخکې نادرکه شوی و او مړی د لا ډېرو څېړنو لپاره عدلي طب ته لېږل شوی دی.

د بامیان د والي ویاند زیاته کړې چې د مقتول کس په ځان کې هیڅ ډول زخم او ټپ نشته او دغه راز د مقتول کورنۍ په دې اړه ویلي چې یاد کس له کلونو راهیسې بزګري کوله او له هیچا سره یې شخصي دښمني نه درلوده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي د پېښې ځای ته تللی او ویلي یې دي چې د اړوندو ادارو له لارې به دا موضوع وڅېړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.