Language

د افغانستان او سوېلي افریقا ترمنځ د درېیو یو ورځنیو سیالیو لومړۍ لوبه نن ترسره کېږي

کابل (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۳): د هېواد کرکټ ملي لوبډله د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې نن خپله لومړۍ لوبه له سوېلي افریقا سره ترسره کوي.

دغه سیالۍ د افغانستان په کوربه‌توب د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي کې ترسره کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، د کرکټ ملي لوبډله به د درېیو یو ورځنیو نړۍوالو لوبو په لړ کې نن خپله لومړۍ لوبه د افغانستان په وخت د مازیګر په څلورنیمو بجو ترسره کړي.

افغانستان به خپله دویمه لوبه د سپټمبر په ۲۰مه او درېیمه به د همدې میاشتې په ۲۲مه له سوېلي افریقا سره ترسره کړي.

دغه راز، د افغانستان او سوېلي افریقا ترمنځ چې کومه لومړۍ لوبه کېږي، دا به ۲۵۰مه نړۍواله یو ورځنۍ سیالي وي چې د شارجې په لوبغالي کې ترسره کېږي.