Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اروزګان کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ د «مرکزي الف» لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

ترینکوټ (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۳): د اروزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې د دوولس لوبډلو ترمنځ د والیبال ۲۵ ورځنۍ سیالۍ نن د «مرکزي الف» لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د مرکز او ولسوالیو د دوولس لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالیو اتلولي «مرکزي الف» لوبډلې خپله کړه.

دغه ۲۵ ورځنۍ سیالۍ چې د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري پیل شوې وې، نن پای ته ورسېدې.

د اروزګان د بدني روزنې او ورزش امر حافظ قدرت‌الله نن د یادو سیالیو د پای په مراسمو کې وویل، مرکزي الف لوبډلې د دې سیالیو لومړی او «وفادار» لوبډلې دویم مقام خپل کړی دی.

هغه وویل، له دې سیالیو څخه یې موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول وو.

ورته مهال، دغه ولایت کې د والیبال لوبې یو شمېر لوبغاړي خوښ دي چې په دې سیالیو کې یې برخه لرله.

دوی وايي، ځايي ورزشي ادارې دې په راتلونکې کې هم دغه ډول سیالۍ ورته برابرې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.