غزنيښار (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۳): د غزني سېمهییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په زندان کې د بندیانو لپاره د اووه میلیون افغانیو په ارزښت د یوې ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې.
د غزني ولایت د د زندان رئیس قاري عبدالغني عادل پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد بلاک د زندانیانو لپاره جوړېږي چې په یوځای به د٢٠٠ زندانیانو ځای کېدو ظرفیت ولري.
هغه وویل، د یادي ودانۍ چارې به په دوه نیمو میاشتو کې بشپړې شي او اووه میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي.
دی وایي، د غزني زندان بلاکونه ډېر پخواني دي چې د ظاهر شاه د واکمنۍ پرمهال جوړ شوي او ټول ټال د ۲۵۰ تنو زندانیانو د ځایکېدو ظرفیت لري.
د یادونې ده چې اوس مهال غزني زندان کې تر ۴۰۰ کسانو بندیان دي چې ډېری یي د ځای نشتون له امله زون مرکز ګردیز ته استولکېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP