فیروزکوه (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۳): د غور د پاسپورټ په اداره کې مسوولین د روان کال په تېرو شپږو میاشتو کې په دغه ولایت کې د ۱۷ زره ټوکه پاسپورټونو له وېشل کېدو خبر ورکوي چې له درکه یې څه باندې ۹۲ میلیون افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.
د غور د پاسپورټ امر مولوي سلطاناحمد قاسمي دغه څرګندونې نن (پنجشنبه د وږي ۲۹مه) پژواک خبري اژانس ته کړې دي.
هغه زیاته کړه: «په روان کال کې مو وکولای شول له ۱۷ زره ټوکه ډېر پاسپورټونه متقاضیانو ته ووېشو او په بدل کې یې وتوانېدو دولت ته ۹۲ میلیون او څو سوه زره افغانۍ عواید راټول کړو.»
د سرچینې د معلوماتو پر اساس، تېر کال د یادې ادارې عواید شاوخوا ۳۲ میلیون افغانیو ته رسېدل چې د روان کال تر پایه به د دې ادارې عواید د تېر کال په پرتله څو برابره ډېر شي.
د غور د پاسپورټ اداره په داسې حال کې د روان کال په لړ کې د خپلو عوایدو له ډېرېدو خبر ورکوي چې تر اوسه د ۱۴۰۳ مالي کای تر پایه څو میاشتې پاتې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن