ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټران: د واکسینونو تطبیق ماشومان له خوارځواکۍ ژغوري

ډاکټران: د واکسینونو تطبیق ماشومان له خوارځواکۍ ژغوري

author avatar
19 Sep 2024 - 17:11
ډاکټران: د واکسینونو تطبیق ماشومان له خوارځواکۍ ژغوري
author avatar
19 Sep 2024 - 17:11

کابل (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۳): د داخله ناروغیو یو متخصص په ماشومانو کې خوارځواکي د ناسمې تغذیې، پر ځینو ناروغیو د اخته کېدو او د واکسین نه تطبیق له امله بولي او له کورنیو غواړي چې ماشومانو ته پر خپل وخت واکسینونه ورکړي.

«د میندو او ماشومانو لپاره د فرانسې طبي انسټیټیوټ» د خوارځواکۍ څانګه کې د ماشومانو د داخله ناروغیو متخصص شاه‌ولي افغان پژواک خبري اژانس ته وویل: «خوارځواکي د تغذیې خراب حالت ته وایي؛ د ماشومانو بدن ته په کافي اندازه غذا نه رسېږي، دغه مواد ممکن د کیفیت او کمیت له اړخه وي.»

هغه زیاته کړه، ځينو وختونو کې ماشوم پر ناروغۍ اخته کېږي او اشتها نه لري، په نتیجه کې د هغه تغذیه خرابېږي او د اوږدې مودې لپاره پر خوارځواکۍ اخته کېږي.

د هغه په خبره، د وزن کمېدل، لنډ قد او د وجود پرسوب د خوارځواکۍ نښې دي.

ډاکټر افغان زیاته کړه چې د دغه روغتون او‌پي‌ډي څانګې ته د ورځې شاوخوا ۵۰ ماشومان مراجعه کوي او هغه کسان چې د خوارځواکۍ ترڅنګ سینه‌وبغل او اسهال وي، حالت یې نازک وي او په دغه روغتون کې بستریږي.

نوموړي د ماشوم درې لومړني کلونه مهم وبلل، له کورنیو یې غوښتنه وکړه چې د ماشومانو تغذیې ته پاملرنه ولري او د کوچني‌والي دورې واکسینونه دې تطبیق کړي؛ ځکه دغه واکسینونه د خوارځواکۍ مخنیوی کوي.

دغه‌راز، هغه له میندو هم غوښتنه وکړه چې د میندوارۍ پر مهال خپلې تغذیې ته پام ولري او له ویټامین لرونکو خوړو، په ځانګړي ډول له فولیک‌اسید او اوسپنې استفاده وکړي.

ډاکټر افغان وویل، میندې باید خپل نوي زېږېدلي ماشومان تر شپږو میاشتو پورې په خپلو شیدو تغذیه کړي او له هغه وروسته دې د متممو خوړو ترڅنګ خپلې شیدې هم ورکړي؛ ځکه چې د مور په شيدو کې انټي باډي موجود دي چې د مور د شيدو له لارې ماشوم ته انتقالېږي او ماشوم د ډېرو ناروغیو پر وړاندې معافیت پیدا کوي.

د هغه په خبره، پر خوارځواکۍ ډېری اخته ماشومان د درملنې وړ دي، پرته له استثنایي حالاتو چې ماشوم دماغي فلج نه وي.

هغه وایي: «خو ښه خبره دا ده چې ماشوم وقایه شي چې هم ارزانه ده او هم یې موثریت ډېر دی.»

نوموړي سپارښتنه وکړه، کله چې ماشوم ناروغېږي او د ډېرې مودې لپاره اشتها ونه لري، باید ژر روغتیایي مرکز ته یووړل شي.

د هغه په خبره، پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو درملنه په دغه روغتون کې وړیا ترسره کېږي او له والدینو یې وغوښتل، که ماشومان یې پر دې ناروغۍ اخته وي، دغه روغتون ته یې دې راولي څو یې ناروغي تشخیص او درملنه یې وشي.

د بدخشان یوې اوسېدونکې ګلالۍ چې ماشوم یې پر خوارځواکۍ اخته دی او دغه روغتون ته یې راوستلی و، وویل چې ماشوم یې د اسهال له امله پر خوارځواکۍ اخته شوی دی.

دې مېرمنې زیاته کړه، ماشوم یې درې‌نیم کاله عمر لري، خپل وزن یې له لاسه ورکړی، اشتها نه لري او شپږ ورځې کېږي چې په روغتون کې بستر دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.