جلالاباد (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۳): د ننګرهار د کرنې رياست مسوولين وايي، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي لګښت له ۵۴۰۰ کروندګرو سره د سرې مرسته وشوه.
مسوولین وايي، دا مرسته د اتو ولسواليو کروندګرو ته د اکشن اېډ موسسې په تخنيکي همکارۍ ووېشل شوه.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس مولوي محمدولي محسن نن د دې مرستې د وېش مراسمو کې وويل چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له لوري د دغه ولايت له ۵۴۰۰ کروندګرو سره د سرې مرسته وشوه.
دی وايي: «په ۸ ولسوالیو بهسود، کامه، ګوشته، سرهرود، کوز کونړ، چپرهار، رودات او بټيکوټ کې زرګونه بزګرانو ته د ډېر حاصل ترلاسه کولو په موخه سره ووېشل شوه.
محسن وویل، هر بزګر ته ۱۶۰ کیلوګرامه عضوي سره، ۲۵ کیلوګرامه توره او ۳۰ کیلوګرامه سپینه سره ورکړل شوه.
نوموړي وویل، په راتلونکي کې یادو بزګرانو ته د سبو اصلاح شوي تخمونه هم ورکول کېږي.
د مرستې ترلاسهکوونکي کروندګر وايي چې له دوی سره دا ډول مرستې کولای شي د کورنيو حاصلاتو د ډېرښت سبب شي.
رحمتالله چې د ننګرهار د بهسود ولسوالۍ اوسېدونکی دی او نن يې د سرې دا مرسته ترلاسه کړې، وايي، که ټول لګښت په فصلونو باندې کروندګر وکړي، د حاصلاتو ترلاسه کولو پر مهال يې کړی لګښت نه پوره کوي.
دی وايي، حکومت دې د کرنيزې پراختيا لپاره د مرستو ترڅنګ يو منظم سيسټم رامنځته کړي چې کروندګر د خپلو خواريو ثمره وګوري او د زيان پر ځای ګټه واخلي.
د کرنې رياست مسوولین وايي، د اکشن ایډ موسسه پر دې سربېره په ننګرهار کې د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ په موخه د اصلاح شوو تخمونو، کیمیاوي سرو، حیواني خوراکي او په نورو اړوند برخو کې هم مرستې کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP