ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زندانونو کې پر اعدام محکوم بندیان؛ مستري: ا.ا د عفوې د سیاست پلوی دی

زندانونو کې پر اعدام محکوم بندیان؛ مستري: ا.ا د عفوې د سیاست پلوی دی

author avatar
19 Sep 2024 - 14:43
زندانونو کې پر اعدام محکوم بندیان؛ مستري: ا.ا د عفوې د سیاست پلوی دی
author avatar
19 Sep 2024 - 14:43

کابل (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۳): د زندانونو چارو د سمون ادارې لوی رییس وايي چې دا مهال د هېواد په ټولو زندانونو کې د زر ښځو په ګ‌ډون ۱۱زره کسان د بند شپې او ورځې تېروي.

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رییس مولوي محمديوسف مستري له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګرې مرکه کې وويل چې تر دې مهاله د هېواد په زندانونو کې ۱۱ زره محکوم شوي بنديان شته او شاوخوا ۴ زره پاتې نور يې د محکمو پرېکړو ته په توقیف‌خونو کې انتظار باسي.

نوموړی وايي، په ۱۱ زره محکوم شوو زندانيانو کې يې زر تنه ښځې او شاوخوا ۶۰۰ یې ماشومان دي چې ښځې په محبسونو او ماشومان د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې پر زده‌کړو بوخت دي.

د ده په خبره چې د هېواد زندانونو وضعيت د تېر په پرتله اوس ښه شوی او زندانيانو ته ټول حقوق ورکړل شوي دي.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د هېواد په زندانونو کې پر اعدام محکوم بنديان شته که نه؟ وويل: «ممکنه ده چې اعداميان به وي، قصاص ته ورته بنديان به وي، خو امارت تر اوسه په دې کې اقدام نه دی کړی، مشرتابه اکثره وخت پيرزوينه په دې کې لري چې د مقتولينو له ورثوو څخه ورته عفوه واخلي.»

دی زياتوي، د هېواد په هیڅ زندان کې زندانيان نه دي شکنجه شوي او که څوک داسې کومې نښې پيدا کړي، دوی ته دې مراجعه وکړي.

مستري وايي، اوس‌مهال په زندانونو کې بنديانو ته اسانتياوې ډېرې شوې دي او د خوړو ښه کیفیت لپاره د استحقاق مالي لګښت له پخوا زیات شوی.

ده وویل: «په ژمي کې ګرمې اوبه ورکوو، په دوبي کې یخې اوبه، په ټولو زندانونو کې پخوا تقريباً بخارۍ نه وې، اوس مو بخارۍ ورته ازادې کړې دي، زندانونو کې کولر او پکه نه وو، هغه موږ کولران ورته رانيولي دي، افتابي پخوا په هفته کې يو ساعت افتابي وه نوبت نه ورسېده، که زندانيان مشکل جوړ نه کړي موږ افتابي په ساعتونو ورکړې ده، نيمه ورځ دوی بهر اوسېږي، موږ قيد نه دی پرې لګولی.»

هغه زياته کړه، د درملنې برخه کې يې زندانيانو ته په مرکز کې دننه د ۲۰ او ۵۰ بستریز روغتونونو اسانتياوې برابرې کړې او که چېرې د کوم بندي په يادو روغتونونو کې درملنه ونه شي، بيا يې د ښار لوی روغتونونو ته د درملنې لپاره لېږي.

نوموړی زياتوي، په تېرو درېیو کلونو کې د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس په بېلابېلو مناسبتونو کې له لس زرو ډېر زندانيان ازاد شوي دي.

هغه دغه راز وویل چې زندانيانو ته د ښوونې روزنې او حرفوي زده‌کړو برنامې پلي شوې دي چې له مخې يې دوی اوس په صنعتي کارګاوو کې عملاً پر زده‌کړو بوخت او د يادو برنامو د عملي کولو پرمټ اوس زندانونه په اصلاحي مرکزونو بدل شوي دي.

دی وايي چې د بګرام زندان یو ځل بيا فعال شوی او هلته يو شمېر زندانيان هم لېږدول شوي دي.

Views: 166

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.