Language

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته ولاړ

کابل (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۳): د افغانستان د ارشاد، حج اوقافو وزارت مرستیال د یوه پلاوي په مشرۍ تهران کې د اسلامي وحدت په ۳۸مه نړیواله غونډه کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته ولاړ.

د ارشاد حج او اوقافو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د دعرفان او دیني ځایونو د چارو تنظیم مرستیال شیخ مولوي عزیزالرحمن منصور او ورسره مل پلاوی د ایران په رسمي بلنه تللی دی.

سرچېنې لیکلي، یاد کنفرانس د (ګډو ارزښتونو د لاسته راوړنو لپاره داسلامي همکارۍ) تر عنوان لاندې د زمري په ۲۸ مه پیل شوی او تر ۳۰مې به دوام وکړي.

خبرپاڼه کې راغلي په یاد نړیوال کنفرانس کې د اسلامي نړۍ د بېلا بېلو ستونزو او مسایلو په اړه خبری کیږي چې د نړۍ له مختلفو هېوادونو څخه په کې  علماء کرام، مفکرین، څېړونکي  او مشهور شخصیتونه ګډون کوي.