Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان نیشنل بانک د میرانشاه څانګې مشر وژل شوی

کابل (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۳): شمالي وزیرستان کې ناپېژاندو وسله‌والو د پاکستان نیشنل بانک د میرانشاه څانګې مشر اکبر زمان وژلی دی.

مشال راډیو د شمالي وزيرستان د پولیسو او امنيتي چارواکو له قوله لیکلي چې اکبر زمان د سپټمبر په ۱۸مه ماښام مهال له خپلو څلورو ملګرو سره په موټر کې له ميرانشاه د بنو پر لور روان و چې وسله‌والو پرې بريد کړی دی.

پوليس وايي: «اکبر زمان له بريد وروسته د ځان ژغورلو لپاره نږدې پټیو ته وتښتېد، خو پر موټرسايکل سپاره وسله‌وال ورپسې ورغلل او هلته يې وویشت.»

د پوليسو په وينا، له هغه سره په موټر کې څلور نور کسان هم ملګري وو، خو هغوی له بريد وروسته په يوه نږدې کور کې پناه اخیستې وه او ځانونه یې ژغورلي دي.

سرچینې ویلي چې وسله‌وال له بريد وروسته تښتېدلي خو پر اکبر زمان د برید مسوولیت لا چا نه دی منلی.

سرچینې زیاته کړې، له دې پېښې سره سږ کال په شمالي وزیرستان کې د هدفي بريدونو شمېر ۳۲ ته رسېدلی چې په کې یو شمېر ځايي فعالانو، مشرانو، سیاسیونو، دیني عالمانو او حکومتي کارکوونکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په تېر ۲۰۲۳ کال کې په شمالي وزيرستان کې ۴۴ هدفي بریدونه شوي چې تر ۵۰ زیات کسان په کې وژل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.