فراه ښار (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۳): د فراه ولایت په اناردره ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ نهه کلنه دښمني د قومي مشرانو او حکومتي مسوولینو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
دغه دښمني نهه کاله مخکې د اناردرې ولسوالۍ د کلاتي او لطیفاباد کلیو د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې وه.
د فراه ولایت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر رييس مولوي عبدالمجید صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل چې نهه کاله مخکې د اناردرې ولسوالۍ د لطیفاباد کلي د مولوي عبدالحی او د کلاتي کلي د غلامنبي کورنیو ترمنځ دښمني رامنځته شوې وه.
هغه وايي، په دغه دښمني کې د مولوي عبدالحی زوی وژل شوی و او یو بل کس ټپي شوی و.
خو ده زیاته کړه چې تېره ورځ د حکومتي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په هلو ځلو دغه دښمني د تل لپاره حل او پر دوستۍ بدله شوه.
دغه راز، د وژل شوي کس پلار مولوي عبدالحی پژواک ته وویل: «دا ډېره سخته ده چې یو څوک دې د انتقام پر ځای عفوه وکړي، خو دا چې سوله کې خیر دی نو موږ هم سولې ته غاړه کېښوده.»
نوموړي په دغه جوړ جاړي کې د ټولو کسانو د هلو ځلو له امله مننه وکړه او ويې ویل چې دښمني ښې پایلې نه لري، ټول خلک باید د سولې لپاره هلې ځلې وکړي.
همدارنګه د بلې کورنۍ مشر غلامنبي وویل، په خپلو تېرو کړنو پېښمانه دی او اوس خوښ دی چې د دواړو کورنیو ترمنځ سوله وشوه.
د فراه حکومتي مسوولینو د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت په تېرو درېیو کلونو کې د دوو سوو په شاوخوا کې دغه شان دښمنۍ پر دوستۍ بدلې شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP