پاراخ (پژواک، ۲۹ سنبله ۱۴۰۳): دوو روسي پانګهوالو د پنجشېر له والي سره په لیدنه کې ویلي، د دغه ولایت د کانونو او تولیدي کارخانو برخه کې د ۳۰ میلیون ډالرو په ارزښت پانګونه کوي.
د پنجشېر ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي، یادو دوو روسي پانګهوالو د دغه ولایت له والي حافظ محمداغاز حکیم سره په لیدنه کې د یاد مطلب بیانولو ترڅنګ ویلي چې په پنجشېر کې یې پانګونې لپاره لومړني کارونه بشپړ شوي او ډېر ژر خپل فعالیتونه پيلوي.
د پنجشېر ولایت مقام په وینا، تولیدي کارخانو کې چې ټاکل شوې پانګونه پرې وشي، د رب، د مېوې او معدني اوبو او نوشابې د تولید کارخانونې شاملې دي.
یادو دوو روسي پانګهوالو ویلي، دوی د پنجشېر د مېوو ترڅنګ له دغه ولایته بهر مېوې هم راټولې کړې او له پروسس وروسته یې جوس جوړوي او وړاندوینه شوې چې بهرنیو هېوادونو لپاره یې تولید په کال کې تر درې میلیون ډالرو پورې رسېږي.
بلخوا، د پنجشېر والي د روسي سوداګرو له خوا د قیمتي ډبرو د فني استخراج او تولیدي کارخانو د جوړولو هرکلي ترڅنګ ژمنه وکړه چې په دې برخه کې ورسره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
د پنجشېر والي دغه ولایت د بېلابېلو مېوو درلودو له اړخه غني وباله او له دې دوو پانګهوالو یې وغوښتل چې نور پانګهوال هم افغانستان، په ځانګړې توګه پنجشېر کې پانګونې ته وهڅوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP