کابل (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۳): د ۲۰۲۴ کال فوټسال نړۍوال جام سیالیو په لړ کې، د هېواد فوټسال ملي لوبډله خپله درېیمه لوبه د اوکراین له ملي لوبډلې سره کوي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر خپله فیسبوکپاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، دا لوبه به سبا شپه د افغانستان په وخت ماښام اووهنیمې بجې پيل شي.
د هېواد ملي لوبډلې په تېرو دوو لوبو کې د ګواتمالا پر وړاندې لوبه ګټلې، خو له ارجنټاین څخه يې ماته خوړلې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP