Language

«سوېلي وزیرستان کې شپږ پاکستاني پوځیان وژل شوي او لس نور ټپیان دي»

کابل (پژواک، ۳۰ وږي ۱۴۰۳): راپورونه وایي چې وسله‌والو په سوېلي وزیرستان کې د پاکستان پوځ پر یوه پوسته برید کړی چې په ترڅ کې یې شپږ پوځیان وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

د مشال راډیو د راپور له مخې، دغه برید نن (د وږي ۳۰مه) سهار وختي په «لده تحصیل» سیمه کې شوی دی.

یوې امنیتي سرچینې مشال راډیو ته ویلي چې وسله‌والو د پاکستاني پوځ پر پوسته برید کړی چې له امله یې شپږ پوځيان وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

سرچینې زیاته کړې چې د دواړو لورو ترمنځ تر ډېره وخته ډزې کېدې، خو د وسله‌والو د مرګ‌ژوبلې په اړه معلومات نه شته.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.