Language

افغان سوداګرو په افغان – ازبک ګډ بازار کې لسګونه هټۍ پرانیستي دي

 مزارشریف (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۳): د ازبکستان سرخان‌دریا ولایت د ترمذ په نړۍ‌وال سوداګریز مرکز کې افغان سوداګرو ۵۰ هټۍ پرانیستي دي.

ترمذ نړۍ‌وال سوداګریز مرکز چې د افغانستان او ازبکستان ګډ بازار په نوم هم یادېږي، د روان لمریز کال وږي میاشتې په اتمه نېټه پرانیستل شوی دی.

د ترمذ نړۍوال سوداګریز مرکز مسوول سنجر صادق‌ووف پژواک ته وویل چې دغه بازار روغتونونه، هوټلونو، جومات، پارک او ۵۰۰ هټۍ لري او له فعالو ۴۰۰ هټیو یې ۵۰ هټۍ افغان سوداګرو کرایه کړې دي.

نوموړی دغه بازار د دواړو هېوادونو د کورنیو تولیداتو ودې، د پانګونې فرصتونو، سوداګریزو اړیکو او کار‌موندنې برخو کې مهم بولي او له نورو افغان سوداګرو په دغه بازار کې د لا ډېرې پانګونې غوښتنه کوي.

په همدې حال، افغان او ازبک سوداګر د دغه مرکز جوړېدل نړۍ ته د دواړو هېوادونو د کورنیو تولیداتو پېژندنې برخه کې مهم او اغېزناک بولي.

یو ازبک سوداګر عبدالغفار ایرګش پژواک ته وویل، دغه بازار مرسته کوي څو افغاني او ازبکي تولیدات نړۍ‌والو ته معرفي او د بازارموندنې لپاره یې ګټور تمام شي.

دغه‌راز په دغه مرکز کې یوه افغان سوداګر محمداسحق پژواک ته وویل: «دا د دواړو هېوادونو ګډ بازار دی او دواړو خواوو ته ګټه رسوي، د نورو اسیایي هېوادونو سوداګر هم کولای شي دلته پانګونه وکړي او د افغانستان حکومت باید خلکو ته د تګ راتګ لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

همدارنګه، د نقیب‌الله په نوم یو بل سوداګر هم وایي چې دغه بازار ته افغاني توکي له ګمرکي محصول پرته راوړل کېږي او زیاتوي چې دا بازار به د دواړو هېوادونو سوداګریزو اړیکو، کاري فرصتونو او پانګونې برخو کې ډېره مرسته وکړي.

په همدې حال، د بلخ ولایت صنعت او سوداکرۍ ریاست مرستیال نصیراحمد نیازي پژواک ته وویل چې د دواړو هېوادونو مسوولین په یوه داسې طرزالعمل کار کوي څو له مخې یې ترمذ ته د خلکو تګ راتګ کې تر ډېره اسانتیا رامنځته او د افغاني تولیداتو ودې لپاره ښه فرصت برابر کړي.

ترمذ نړۍوال سوداګریز مرکز یا د افغانستان او ازبکستان ګډ بازار ته چې موده وړاندې پرانیستل شو، هره ورځ سلګونه افغانان د پېر او پلور په موخه ورځي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.