ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې هم سوېلي افریقا ته ماته ورکړه

افغانستان په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې هم سوېلي افریقا ته ماته ورکړه

author avatar
21 Sep 2024 - 02:32
افغانستان په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې هم سوېلي افریقا ته ماته ورکړه
author avatar
21 Sep 2024 - 02:32

کابل (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۳): د هېواد کرکټ ملي لوبډلې د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو په دویمه لوبه کې هم سوېلي افریقا ته ماته ورکړه او په دې سره یې روانه لوبلړۍ دوه پر صفر وګټله.

دغه سیالي د افغانستان په کوربه‌توب د متحده عربي اماراتو د شارجې لوبغالي کې ترسره شوه.

د نننۍ لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او د سوېلي افریقا پر وړاندې یې لومړی توپوهنه غوره کړه.

په نننۍ سیالۍ کې افغان لوبډلې لومړی توپوهنه ترسره کړه او په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۳۱۱ منډې وکړې.

په نننۍ لوبه کې رحمان‌الله ګربز سلیزه ووهله او په ۱۱۰ توپونو یې ۱۰۵ منډې وکړې، دغه راز عظمت‌الله عمرزي ۸۶ ناسوځېدلې منډې وکړې.

همدارنګه رحمت‌شاه ۵۰، ریاض حسن ۱۹ او محمدنبي بیا ۱۳ منډې وکړې.

په مقابل کې سوېلي افریقا ورکړل شوی هدف پوره نه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۳۴م اور کې په ۱۳۴ منډو وسوځېده او د ۱۷۷ منډو په توپیر یې افغانستان ته لوبه وبایله.

د افغانستان له لوري په توپ‌اچونه کې راشدخان پنځه، ننګیال خروټي څلور او عظمت‌الله یو لوبغاړی وسوځول.

د یادونې ده، افغانستان به له سوېلي افریقا سره خپله درېیمه لوبه د سپټمبر په ۲۲مه ترسره کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.