کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۳): د سولې له نړۍوالې ورځې سره سم، د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش ویلي، هر لور ته چې ګوري، سوله تر برید لاندې راغلې ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي پر اېکس د سپټمبر ۲۱مې په مناسبت لیکلي چې نړۍ سولې ته اړتیا لري، د بشر د بدمرغۍ دا لړۍ دې نور پای ومومي.
د هغه په خبره، سوله په غزه، سوډان، اوکراین او له هغو ور هاخوا تر برید لاندې راغلې او دا لړۍ باید ودرول شي.
هغه له ټولو غوښتي څو داسې فرهنګ دې دود کړي چې په هغه کې ورورګلوي، سوله او عدالت وده وکړي.
ملګرو ملتونو د سولې نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي: «هغه نړۍ چې له جګړو، نابرابرۍ او تبعیض سره لاس او ګرېوان ده، موږ باید د ټولو لپاره د یو بل منلو او بشري حقونو لپاره هڅه وکړو.»
دغه سازمان سږ کال د سولې نړۍواله ورځ د سولې فرهنګ دودولو په پار نمانځي.
نن (د وږي ۳۱مه) چې د سپټمبر له ۲۱مې یا د سولې نړۍوالې ورځې سره برابره ده، دا ورځ له ۱۹۸۲ کل راپه دېخوا تر اوسه په نړۍ کې نماځل کېږي.
دا ورځ په داسې حال کې نماځل کېږي چې د نړۍ په بېلابېلو ځایونو کې ناامني خپره ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP