Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اروپايي ټولنه اوکراین ته د بیارغونې لپاره ۳۹ میلیارد ډالر پور ورکوي

کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۳): اروپايي ټولنې اعلان کړی چې د اوکراین بیارغونې لپاره دغه هېواد ته ۳۹ میلیارده ډالر پور ورکوي.

رویټرز راپور ورکړی چې د اروپا د کمېسیون رییس اورزلا فون دیرلاین پرون د اوکراین له پلازمېنې کي‌یف د لیدنې پر مهال د دې موضوع په اړه خبرې وکړې او دغه پور یې د اوکراین بیارغونې لپاره یوه بله لویه ژمنه وبلله.

هغه ټینګار کړی چې اوکراین د اروپايي ټولنې دوامداره ملاتړ ته اړتیا لري.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي ویلي، په پام کې لري چې د اروپايي ټولنې پور د انرژۍ، دفع هوا د وسایلو او د داخلي وسلو د پېر برخو کې ولګوي.

اروپايي ټولنه اوکراین ته په داسې حال کې ۳۹ میلیارده ډالر پور ورکوي چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې بریدونه لا هم دوام لري.

د راپورونو له مخې، روسیې د اوکراین د انرژۍ زېربناوې سخت ویجاړې کړې او د دغه هېواد په ختیځ کې یې نظامي پرمختګونه کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.