جلالاباد (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د ننګرهار امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې يې پاکستان ته د ۲۱۴ پسونو د قاچاق مخه نيولې او په تړاو یې دوه کسان هم نيول شوي دي.
د ننګرهار امنيې قوماندانۍ وياند حافظ عبدالبصير زابلي د تلې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، د شېرزادو پوليسو د دې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه کسان چې غوښتل یې پاکستان ته څاروي قاچاق کړي نیولي دي.
هغه زیاته کړه، دا چې بهر ته د څارویو پر قانوني لېږد بندیز دی نو یادو کسانو غوښتل ۲۱۴ وړين پسونه په قاچاقي ډول له ډیورنډ کرښې واړوي او پاکستان ته یې ولېږدوي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، نيول شوي کسان اوس تر پوښتنو لاندې دي او وروسته به د عدلي تعقيب په موخه محکمې ته معرفي شي.
په وروستيو څو کلونو کې پاکستان کې د وړو څارويو (پسونو او اوزو) نرخونه لوړ شوي چې له امله يې ځيني کسان هڅه کوي له افغانستانه څاروي په قاچاقي ډول هغه هېواد ته ولېږدوي.