هرات (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۳): هرات کې یو شمېر بڼوال وایي چې د انګورو د پلور لپاره د مناسب بازار نشتوالي له امله دغه محصول پر ممیزو بدلوي، خو سږ کال د ممیزو د پلور بازار هم پیکه دی او په ډېره ټیټه بیه پلورل کېږي.
د انګورو یوه بڼوال غلامحضرت چې ابجوشي ممیز تولیدوي، پژواک خبري اژانس ته وویل، د ورځې تر شپږ ټنه انګور ممیزو ته اچوي، خو سږ کال د ممیزو بازار هم لکه د انګورو پیکه شوی دی.
نوموړي د بازار نشتوالي او دغه راز نورو ولایتونو ته د ممیزو نه صادرېدو په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل چې په تېرو کلونو کې څلور کیلو انګور (د هرات یو من) په ۴۵۰ افغانۍ له باغونو د ابجوشو کارګاوو ته پېرل او له ممیز کېدو وروسته یې بیا په مناسبه بیه پلورل.
خو هغه زیاته کړه: «اوس اصلاً مشتري نه لرو، مجبور یو اضافي انګور ونه پېرو، یوازې د خپلو باغونو حاصلات ممیز کړو او د مناسب بازار په تمه یې په کور کې وساتو، د ممیزو بیه هم ډېره ټیټه ده، د دغه ولایت په بازارونو کې یو کیلو ښه ممیز له ۱۵۰ افغانیو په لوړه بیه نه پلورل کېږي.»
هرات کې د ابجوش ممیزو د تولید یوې کارخونې مسوول عیديمحمد وایي، د بازار نشتوالی د دې لامل شوی چې څو بڼوال سره یوځای شي او خپل راټول کړي انګور په سنتي ډول پر ممیزو بدل کړي.
نوموړي زیاته کړه، په تېرو کلونو کې به سوداګر ممیزو ته راتلل او دغه محصول به یې پېره، خو اوس هیڅ خریدار نشته.
دی وایي چې د بازار او مشتري نشتوالي له امله ان نهشي کولای د هغو کارګرو پیسې چې له دوی سره کار کوي، ورکړي.
ورته مهال، د هرات د بڼوالو ټولنې مسوول جلیلاحمد حبیبي وایيله له تېر کال راهیسې د ممیزو بیه پنځه برابره کمه شوې، تېر کال د یو من ښو انګورو بیه ۴۵۰ افغانۍ وه خو اوس د څلور کیلو انګورو بیه ۹۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.
حبیبي زیاتوي چې تر اوسه د ممیزو لپاره خریدار نه دی پیدا شوی، له حکومت او سوداګرو غوښتنه کوي چې لاس په کار شي او د بڼوالو د ملاتړ په موخه د دغه محصول صادراتو ته زمینه برابره کړي.
سره له دې د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین له سوداګرو د ملاتړ خبره کوي او وایي چې د ممیزو صادراتو برخه کې هڅې روانې دي.
د هرات د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر مولوي محمدنسیم سحر د بڼوالو د دې اندېښنې د تایید ترڅنګ وایي چې دغه ریاست له اړوندو ادارو سره په همغږۍ هڅه کوي څو په دغه ولایت کې د ممیزو او انګورو د پلور لپاره د بازار زمینه برابره کړي.
هغه وویل، د هرات د کرنې ریاست د دې ترڅنګ چې د دغه ولایت بڼوالو او بزګرو ته د بازارموندنې او ملاتړ برخه کې ژمن دی، پلان لري څو له د نګورو بڼوالو د ملاتړ په موخه هغوی ته د عصري ممیزخونو جوړولو برخه کې هڅه وکړي څو وکولای شي پر وخت خپل انګور پر ممیزو تبدیل کړي.
د هغه په خبره، په دغه ولایت کې د ډېرو سړو خونو جوړولو وړاندیزونه د کرنې له وزارت سره شریک شوي څو د دغه ولایت بڼوالو او بزګرو ته د لا ډېرو اسانتیاوو زمینه برابره شي.
د هرات د کرنې ریاست د دغه ولایت له سوداګرو غواړي څو د ممیزو صادراتو برخه کې له ممیز لرونکو او د دغه ولایت د کرنې له ادارې سره د بڼوالو د ملاتړ په موخه همکاري وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP