اسعداباد (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د کونړ چاپېریالساتنې ریاست په دغه ولایت کې د ښوونځیو او دیني مدرسو زدهکوونکو ته د اقلیمي بدلونونو او چاپېریالساتنې ارزښت په تړاو د عامه پوهاوي کمپاین پيل کړی دی.
د کونړ چاپېریالساتنې ریاست د عامه پوهاوي مدیر مطیعالله عادل پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د مرکز او یو شمېر ولسوالیو په ښوونځیو او دیني مدرسو کې یې زدهکوونکو ته د اقلیمي بدلونونو او چاپېریالساتنې د ارزښت په تړاو د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړی دی.
هغه وویل، دغه کمپاین یې ځوان نسل ته د چاپېریالساتنې د ارزښت، د اقلیمي بدلون د اغېزو، د ځنګلونو د ګټو، د چاپېریال د ککړتیا د مخنیوي، د ونو او بوټو اېښودو، پالنې او ساتنې او د وحشي ژوو د ژوند خوندیتوب په اړه د پوهاوي په موخه پیل کړی دی.
نوموړي وویل: «موږ له خپلو شته امکاناتو په ګټې اخیستنې په مرکز اسعداباد او ولسوالیو کې د چاپېریالساتنې پر ارزښت د پوهاوي پروګرامونه پيل کړي چې لا هم دوام لري.»
هغه زیاته کړه، که څه هم د حکومت له لوري د ځنګلونو پر وهلو او د وحشي ژوو پر ښکار کلک بندیز لګول شوی خو بیا هم په ډېرو لرو پرتو سیمو کې د چاپېریال، ځنګلونو او وحشي حیواناتو د ارزښت په اړه د خلکو پوهه کمه ده او له دغو ملي شتمنیو سره یې چلند د اندېښنې وړ دی.
نوموړی وایي، د عامه پوهاوي یاده لړۍ به د کونړ په ټولو کلیو او بانډو کې پلې کړي او د ټولنې خلک به د چاپېریال پر ارزښت پوه کړي او د ځنګلونو او وحشي ژوو ساتنې او پالنې ته وهڅوي.
هغه زیاته کړه، د پاک او سمسور چاپېریال په رامنځته کېدو کې د ټولنې ټول وګړي ګډ مسوولیت لري، په ځانګړي ډول له زدهکوونکو یې وغوښتل چې په لرو پرتو سیمو کې خلکو ته د چاپېریال پاک ساتنې ګټې تشریح کړي.
ورته مهال، د کونړ اوسېدونکي وایي، په افغانستان کې وروستۍ وچکالۍ، د سېلابونو زیاتېدل، د اوبو کمښت او د ځنګلونو او غرونو تخریب هغه څه دي چې خلک د چاپېریال ساتنې ته جدي پاملرنه نه کوي.
د اسعداباد ښار اوسېدونکي حمیدالله ځواکمن وویل: «اړتیا لیدل کېږي چې زموږ د ټولنې د وګړو پوهه د چاپېریالساتنې په اړه زیاته شي، حکومت او مرستندویه ادارې باید په دې برخه کې د عامه پوهاوي ګټور پروګرامونه پلي کړي.»
دغه راز، د شیګل ولسوالۍ کې د دوولسم ټولګي زدهکوونکی افتابخان وایي، د چاپېریال د ارزښت او ساتنې په تړاو یې ګټور معلومات ترلاسه کړي او دوی به په خپلو سیمو کې عامو خلکو ته د ناستو او غونډو پر مهال د چاپېریال او ځنګلونو د اهمیت پیغامونه ورسوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP