کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د ملي دفاع وزارت لوی درستیز د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې د ۲۰۰ منسوبینو په فراغتغونډه کې ویلي: «موږ باید د خلکو زړونه وګټو، څو وکولای شو په سمه توګه حکومت وکړو.»
د ملي دفاع وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د پوځ لوی درستیز قاري فصیحالدین فطرت تېره ورځ په یاده غونډه کې ویلي چې د اسلامي پوځ سرتېري به له اسلام او اسلامي خاورې دفاع وکړي.
یاد وزارت لیکلي، د ۲۱۹ عمر ثالث له فرقې د بېلابېلو قطعاتو او جزوتامونو ۲۰۰ منسوبین له درې میاشتنيو فرهنګي، نظامي، تخنیکي او تاکتیکي زدهکړو د دې فرقې له ښوونیز مرکزه فارغ شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP