کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د افغانستان د برېښنا شرکت اجرائیوي رییس وایي، هڅې روانې دي چې د کابل ښار او شاوخوا سیمو برېښنا تر دوو راتلونکو کلونو پورې ۲۴ ساعته شي.
د برېښنا شرکت اجرائیوي رییس ډاکتر عبدالباري عمر نن دا څرګندونې د حکومتي ادارو د یو کلنو لاستهراړونو د تشریح پروګرام کې وکړې.
هغه وویل، هڅې کېږي څو استوګنیزو ساحو، صنعتي پارکونو او سوداګریزو ځایونو ته ډاډمنه او باکیفیته برېښنا ورکړل شي.
د هغه په خبره، تر دوو راتلونکو کلونو پورې د حکومت اقتصادي سرچینو ته په کتو هڅه کېږي څو د کابل ښار او شاوخوا سیمو برېښنا ۲۴ ساعته شي.
نوموړي وویل، د افغانستان زېربناوو د تېرو اوږدو جګړو له امله زیان لیدلی خو د ټول هېواد په کچه هم داسې پلانونه په نظر کې شته چې له مخې یې برېښنا ۲۴ ساعته کړي.
عمر وویل چې د برېښنا ډېره پرچاوي په کابل او ننګرهار کې ده.
نوموړي زیاته کړه، د برېښنا شرکت په پام کې لري څو له لمریزې انرژۍ په استفادې ۵۰ میګاواټه نوره برېښنا هم کابل ته اضافه کړي او د دغه ښار د پرچاوۍ ستونزه تر یوه بریده حل کړي.
د هغه د معلوماتو له مخې، افغانستان له اوبو د ۲۳ زره میګاواټه، له لمره د ۲۲۲ زره میګاواټه، له باده د ۶۷ زره میګاواټه او له کثافاتو د څلور زره میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.
عبدالباري عمر وویل چې د داخلي تولیداتو ډېرېدو او د هېواد اقتصادې ودې په موخه ډېره برېښنا د صنعت برخې او صنعتي پارکونو ته ورکړې ده او دغه راز کابل ښار ته د ډېر نفوس له امله ټولو اوسېدونکو ته د برېښنا رسول سخت دي.
ورته مهال، د امارتي شرکتونو ریاست سرپرست مولوي احمدجان بلال هم په دې ناسته کې وویل چې د برېښنا شرکت د کاسا زر پروژې په اړه له نړۍوال بانک سره خبرې کړې دي او توانېدلی څو د هغو قناعت حاصل کړي.
هغه زیاته کړه چې د دې پروژې کارونه به ډېر ژر پیل شي.
د نوموړي په خبره، په تېر یوه کال کې د برېښنا شرکت څه باندې یو میلیون او ۲۰۶ زره میګاواټه برېښنا تولید او څه باندې پنځه میلیونه او ۶۷۲ زره میګاواټه برېښنا یې له بهره را وارده کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، څو موده مخکې کابل ښاریانو د برېښنا له پرچاویو شکایت درلود او د دې ستونزې د حل غوښتنه یې کړې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP