Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بدخشان کې د سرو ‌زرو یوه کان نړېدو له امله دوه کارګر مړه شوي

فیض‌اباد (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): بدخشان کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په ارغنچواه ولسوالۍ کې د سرو‌زرو یوه کان نړېدو له امله دوو کارګرو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بدخشان امنیې قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار پژواک خبري اژانس ته وویل، دوه کان‌کيندونکي د دغه ولایت د ارغنجخواه ولسوالۍ په تاق‌ارچه سیمه کې په زر مینځلو بوخت وو چې کان پرې را نړېدلی او مړه شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، یاده پېښه پرون له غرمې وروسته شوې او د مړه شوو کسانو جسدونه د پولیسو له خوا د ځایي خلکو په همکارۍ له خاورو را ایستل شوي او کورنیو ته یې سپارل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې هم د بدخشان د خواهان ولسوالۍ د امو سیند پر غاړه درې کان‌کيندونکو ژوند له لاسه ورکړی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.