Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ایران له اسرائیل سره د همکارۍ په تور د ۱۲ کسانو نیولو خبر ورکړی

کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۳): د ایران سپاه پاسدارانو ویلي، دوولس هغه کسان چې له اسرائیل سره یې همکاري کوله او په ایران کې یې د «ناامنۍ رامنځته کولو» اراده درلوده، نیولي دي.

د ایران ایسنا خبري اژانس د سپاه د عمومي اړیکو له قوله لیکلي، دغه دوولس کسان د یاد هېواد په شپږو ولایتونو کې نیول شوي دي.

د سپاه پاسداران په اعلامیه کې راغلي: «د غزې او لبنان د خلکو په خلاف د ناوړو او شیطاني اهدافو په ترلاسه کولو کې د صهیونیستي رژیم او د هغه د لوېدیځو او اروپايي ملاتړو، په تېره بیا د امریکا د جنایتونو له ناکامۍ وروسته، د دغه جعلي او نژادپرست رژیم جنایتکارو مشرانو له دغه کړکېچه د خلاصون لپاره له څو ورځو راهیسې د ایران اسلامي جمهوریت په خاوره کې د کړکېچ پراخولو لپاره زموږ په هېواد کې د یو لړ امنیتي اقداماتو پلان جوړ کړی و.»

په منځني ختیځ کې کړکېچ وروسته له هغه ډېر شو چې تېره اونۍ په لبنان کې د حزب‌الله زرګونه پیغام‌رسوونکې (پیجر) دستګاوې او (واکي ټاکي) مخابرې وچاودېدې. د لبنان حزب‌الله او ایران د دغو چاودنو پړه پر اسرائیل اچولې ده.

د یادو چاودنو له امله لږ تر لږه ۳۷ کسان وژل شوي او نږدې ۳۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.