Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تکل: د م.م سرمشریزې ګډونوال دې د افغانستان رښتیني انځور ته په کتو دريځ خپل کړي

تکل: د م.م سرمشریزې ګډونوال دې د افغانستان رښتیني انځور ته په کتو دريځ خپل کړي

author avatar
23 Sep 2024 - 09:11
تکل: د م.م سرمشریزې ګډونوال دې د افغانستان رښتیني انځور ته په کتو دريځ خپل کړي
author avatar
23 Sep 2024 - 09:11

کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۳): د م.م عمومي کلنۍ سرمشریزه د نړۍ د ډېرو مشرانو په ګډون دا اونۍ پیلېږي، ا.ا ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې، خو هیله لري چې د غونډې ګډونوال د افغانستان رښتیني انځور ته په کتو دريځ خپل کړي.

د راپورونو له مخې، یاده ناسته د ملګرو ملتونو ۷۹مه سرمشریزه ده او ټاکل شوې د نړۍ څه باندې ۱۹۰ هېوادونو استازي په کې برخه واخلي.

د بي‌بي‌سي د راپور  له مخې، د نړۍ ګڼ مشران په دې غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته رسېدلي، خو د اسلامي امارت استازی دې غونډې ته په داسې حال کې نه دی بلل شوی چې افغانستان، فلسطین، ایران، روسیه، اوکراین، سوډان او ځیني نور هېوادونه به د دې ناستې د بحثونو اصلي موضوع وي.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین - چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ ته هم معرفي شوی او لا نه دی منل شوی - پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د خلکو ملاتړ او پر ټول هېواد له واکمنۍ سره سره زموږ کوم پلاوی د ملګرو ملتونو عمومي ناستې ته نه دی بلل شوی، داسې تګلاره هيڅ ستونزه نه حلوي، بلکې لا واټن رامنځته کوي.»

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ضیاءاحمد تکل په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ په اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: «دا چې دغه څوکۍ موږ ته نه سپارل کېږي، دا د افغانانو په حق کې تېری او جفا ده، که ملګري ملتونه د افغانستان څوکۍ د افغانانو دغه واقعي استازي ته چې ورته وړ بلل شوی، وسپاري، دغه استازی به وکولای شي هلته په با مسوولیته توګه خپلې چارې ترسره کړي او د افغانانو له حقونو به دفاع وکړای شي.»

تکل هیله څرګند کړه چې ملګري ملتونه او د م.م عمومي کلنۍ سرمشریزه کې ګډون‌کوونکي د افغانستان رښتیني انځور ته په کتو دريځ خپل کړي او مثبتې پرېکړې دې وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.