Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خیبر پښتونخوا کې د یو شمېر بهرنیو هېوادونو سفیرانو موټریز کاروان ته نږدې چاودنه شوې

خیبر پښتونخوا کې د یو شمېر بهرنیو هېوادونو سفیرانو موټریز کاروان ته نږدې چاودنه شوې

author avatar
23 Sep 2024 - 10:19
خیبر پښتونخوا کې د یو شمېر بهرنیو هېوادونو سفیرانو موټریز کاروان ته نږدې چاودنه شوې
author avatar
23 Sep 2024 - 10:19

کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۳): د خیبر پښتونخوا په سوات سیمه کې د یو شمېر بهرنیو هېوادونو سفیرانو د موټرو کاروان ته نږدې چاودنه شوې چې په کې یو پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

مشال راډیو په یوه راپور کې د یادې سیمې د پولیسو د ویاند معین فیاض له قوله لیکلي چې د سپټمبر په ۲۲مه یاده پېښه داسې مهال رامنځته شوه چې ټاکل شوې وه د ۱۲ هېوادونو سفیران په مینګوره کې د سوات د سوداګرۍ خونې په یوه غونډه کې تر ګډون وروسته ملم جبې سیمې ته په چکر لاړ شي.

فیاض زیاته کړې چې د پولیسو یو موټر د لارې امنیت لپاره «ملم جبې» ته روان و چې په جهان‌اباد سیمه کې چاودنه پرې وشوه.

هغه وایي، له لومړنیو پلټنو ښکاري چې ماین د سړک پر غاړه خښ شوی و.

چارواکي وايي چې په دې ډله کې د روسیې، ایران، قزقستان، ترکمنستان، تاجکستان، اېتوپیا (حبشې)، اندونیزیا، پرتګال، بوسنیا هرزوګوینا، زمبابوې، ویتنام او روانډا سفیران شامل وو.

د سوات پولس وايي چې تر پېښې وروسته د بهرنیو هېوادونو سفیران خوندي مینګورې ته ستانه شول او د ملم جبې سفر لغوه شوی دی.

د یاد برید مسوولیت لا چا نه ده منلی، خو معین فیاض زیاتوي چې په سیمه کې د وسله‌والو د پلټنې عملیات روان دي.

سرچینې ویلي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له پېښې وروسته د سفیرانو د هېوادونو نومونه، نه دي یاد کړي خو ویلي یې دي: «یوه ډله ډېپلوماټان چې د ملم جبې او سوات تر سفر وروسته اسلام‌اباد ته تلل، د یوې پېښې شاهدان وو.»

 سرچینې زیاته کړې، له دیپلوماټانو مخکې د پولیسو یو موټر تر ځمکې لاندې ماین ښکار شو چې په کې یو پولیس ووژل شو او درې ټپیان شول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «د د‌یپلوماټانو ډله خوندي اسلام‌اباد ته ستنه شوې او زیاتوي چې دا ډول پېښې به پاکستان د ترهګرۍ پرضد د جنګېدو له هوډه په شا نه کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د روان ۱۴۰۳ کال د زمري میاشتې په لسمه هم د خیبر پښتونخوا په دېره ‌اسماعیل ‌خان کې ناپېژانده وسله‌والو د ملګرو ملتونو د کارکوونکو پر موټر ډزې کړې وې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.