مهترلام (پژواک، د تلې لومړی ۱۴۰۳): د لغمان امنیه قومانداني وایي، د کابل ــ جلال اباد په لویه لار کې د درېیو بیلابیلو ترافیکي پیښو له امله یوه تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵۲ نور ټپیان دي.
د لغمان امنیه قومندانۍ ویاند یونس یوسفزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښې د درونټې، کاکڅ فرمانخیلو او تنګي مشعلې سیمو کې شوي دي.
ده وویل چې په یادو پېښو کې یوه تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵۲ نور ټپیان شوي دي.
یوسفزی وایي، ټپیان یې د لاښې درملنې په موخه ننګرهار حوزوي روغتون ته انتقال کړي چې د ځینو ټپیانو روغتیایي حالت نازک بلل شوی.