Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندوز کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

کندوز ښار (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۳): د افغانستان د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي چې د کندوز په مرکز کې یوه ښوونځي ته د ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د افغانستان د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ رییس عرفات جمال وايي، د یاد ښوونځي ودانۍ د ۱۶،۵ میلیون افغانیو په لګښت جوړه شوې چې لس تدریسي او اداري خونې لري.

هغه زیاته کړه: «دا یو ډېر مهم ښوونځی دی؛ ځکه هغه کسان چې له ایران او یا پاکستانه راګرځېدلي او یا هغه کسان چې داخلي بې‌ځایه شوي دي، د هغوی لپاره یو غوره فرصت دی چې ماشومان یې دلته زده‌کړې وکړي.»

د هغه په خبره، یاد ښوونځی د نجونو په ګډون د ۱۲۰۰ زده‌کوونکو ځایولو ظرفیت لري.

بلخوا، د کندوز اوسېدونکي د یاد ښوونځي د ودانۍ د چارو په بشپړېدو خوښ دي.

د کندوز ښار یو اوسېدونکی مجاهد نوراني وايي: «مخکې چې دا ښوونځی نه و جوړ شوی، زموږ ماشومانو په کرایي کور کې زده‌کړې کولې، الحمدالله خوشحاله یو چې دا ښوونځی جوړ شو، د زده‌کړو برخه کې زموږ د ماشومانو ستونزې یو څه هوارې شوې.»

د کندوز ښار پنځمې ناحیې اوسېدونکي محمدخالد په دې اړه وویل: «غوښتنه مو دا ده چې د کندوز ښار په نورو سیمو کې هم ښوونځي جوړ شي، داسې ښوونځي شته چې ودانۍ نه لري، داسې ښوونځي شته چې احاطه نه لري او دغه‌ راز د ښوونځيو لپاره د څښاک اوبو برابرول هم ډېر اړین دي.»

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې هم د کندوز په اقتاش ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته سپارل شوې وه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.