کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۳): د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولین په زندانونو کې شکنجه او ځورونه ردوي او وايي، مخکې زندانونه د شکنجو او ځورونو ځایونه وو خو اوس د زدهکړو او اصلاح پر ځایونو بدل شوي دي.
د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولینو دغه څرګندونې نن په کابل کې د اصلاح او روزنې مرکز د حرفوي زدهکړو له برخو د یو شمېر تازه فارغ شوو ماشومانو فراغتغونډه کې وکړې.
د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال حبیبالله بدر یادې غونډې ته وویل، ځینې استخباراتي کړۍ توطیې جوړوي څو ولس ته اندېښنه پیدا کړي چې ګواکې د زندانونو چارو د سمون اداره کې وهل، ټکول، ځورول او تعزیر ورکول موجود دي.
خو هغه وايي، هیڅوک دا نه شي ثابتولی چې ګواکې په زندانونو کې وهل، ټکول او ځورول شته.
هغه له رسنیو وغوښتل چې د افغانستان رښتینی انځور انعکاس کړي.
دغه راز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او روزنې رییس حافظ مولوي نظرمحمد ناصري په یاده فراغتغونډه کې وویل چې مخکې زندانونه د شکنجو او تعزیر ځایونه وو، خو اوس د علم او اصلاح ځایونه دي.
هغه زیاته کړه، د زندانونو چارو د سمون اداره پلان لري څو د څرخي پله زندان کې بندیانو ته لېسه فعاله او د زدهکړو زمینه ورته برابره کړي.
د زندانونو چارو د سمون اړوند ادارې د کابل ولایت د اصلاح او روزنې مرکز رییس شرافتالله حقاني وویل چې نن د یاد مرکز د حرفوي زدهکړو له برخو ۱۳۵ او د سیرت النبي زدهکړو له برخې ۳۶ ماشومان فارغ شول.
دی وايي، یاد شمېر ماشومانو د خیاطۍ، برېښنا، موبایل جوړولو او بوټ ګنډلو برخو کې اته میاشتنۍ زدهکړې کړې دي.
د زندانونو چارو د سمون ادارې معلوماتو له مخې، دا مهال د افغانستان په زندانونو کې له دوه تر درې زره کسانو پر حرفوي زدهکړو بوخت دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP