ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګوترېش: چا ته اجازه نه ورکوو چې لبنان هم د غزې په څېر بله جګړه کې ښکېل کړي

ګوترېش: چا ته اجازه نه ورکوو چې لبنان هم د غزې په څېر بله جګړه کې ښکېل کړي

author avatar
23 Sep 2024 - 09:35
ګوترېش: چا ته اجازه نه ورکوو چې لبنان هم د غزې په څېر بله جګړه کې ښکېل کړي
author avatar
23 Sep 2024 - 09:35

کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، اندېښنه یې دا ده چې د اسرائیلو او د لبنان حزب‌الله ترمنځ کړکېچ به د غزې په څېر وضعیت باندې بدل شي.

د بي‌بي‌سي راپور له مخې، انتونیو ګوترېش دغه څرګندونې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي کلنۍ اسمبلې ته ورغلو ګډونوالو ته په وینا کې کړې دي.

هغه ویلي، چې په غزه تړانګه کې د اوربند په اړه خوشبین نه دی.

ده زیاته کړې: «دا اجازه به چا ته ور نه کړو چې لبنان هم لکه غزه په یوه بله جګړه کې ښکېل کړي.»

د هغه په خبره، داسې ښکاري چې حماس او اسرائیل هېڅ یو هم اوربند نه غواړي، خو دا جګړه او بریدونه باید په هر حال ودرېږي او د لا پراخېدو مخنیوی یې وشي.

د راپورونو له مخې، د اسرائیلو او حزب‌الله ترمنځ جګړې له تېرې شپې راهیسې زور اخیستی. دواړو خواوو پر یو بل لوی بریدونه کړي دي.

د لبنان حزب‌الله پر اسرائیلو ۱۵۰ توغوندي توغولي چې د راپورونو له مخې، تر پخوا یې ډېر زیانونه اړولي. دا د شنبې ناوخته د لبنان په سوېل کې د حزب‌الله پر هدفونو د اسرائیلي جنګي الوتکو د بریدونو غچ بلل شوی دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.