کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۳): د میدانوردګو امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د مرکز میدانښار اړوند د نجارانو په سرای کې د اور لګېدنې له امله ۱۸ هټۍ سوځېدلې او هټۍوالو ته نږدې دوه میلیونه افغانۍ زيان اوښتی دی.
د میدانوردګو امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه شاوخوا یوه بجه د دغه ولایت د مرکز میدانښار د نجارانو په سرای کې اورلګېدنه رامنځته شوه او شاوخوا دوه نیم ساعته یې دوام وکړ.
سرچینه کاږي چې په دې اورلګېدنه کې ۱۸ هټۍ سوځېدلې او هټۍوالو ته یو عشاریه اته میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی.
خبرپاڼه کې راغلي چې د څلور میلیون افغانیو په ارزښت نورو مالونو د سوځېدو مخه نیول شوې ده.
سرچينې د اورلګېدنې د لامل په اړه څه نه دي ویلي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن