Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بلخ اوسېدونکي د مزارشریف – شبرغان دویم لاین سړک جوړېدو غوښتنه کوي

مزارشریف (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۳): د بلخ اوسېدونکي د دغه ولایت مرکز مزارشریف او جوزجان ترمنځ سړک باندې له ډېرې ګڼه‌ګونې شکایت کوي او د دغه سړک د دویم لاین جوړېدو غوښتنه کوي.

یاد سړک د بلخ ولایت د بلخ، چهاربولک، دولت‌اباد، چاهي او چمتال ولسوالیو سربېره مزارشریف ښار له جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو سره نښلوي.

د دغه سړک په اوږدو کې کفایت څلورلاری، زراعت او نواباد هغه سیمې دي چې د ډېرې ګڼه‌ګوڼې له امله یې خلک له ستونزو سره مخ کړي او د پراخېدو غوښتنه یې کوي.

د مزارشریف اوسېدونکي وایي چې د دغه سړک د پراخېدو لپاره تېر حکومت بودجه ځانګړې کړې وه خو د ناڅرګندو لاملونو له امله یې چارې تر اوسه پیل شوې نه دي.

د مزارشریف اوسېدونکي ببرک پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سړک د مزارشریف ښار یو له مهمو سړکونو دی چې دغه ښار د جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو سربېره د بلخ ولایت له ګڼو ولسوالیو سره نښلوي.

هغه زیاتوي چې د دغه سړک په اوږدو کې ګڼه‌ګوڼې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او له حکومته یې د پراخولو غوښتنه کوي.

د مزارشریف یو بل اوسېدونکی سید ایمل وايي: «له حکومته غوښتنه کوو چې دا سړک ژر جوړ کړي، له کفایت څلولاري څخه د بلخ ولسوالۍ تر کمربنده پورې د موټرو ګڼه ګوڼه ډېره ده او خلک په ساعتونو پر دغه لاره ایسار پاتې کېږي.»

د بلخ – فاریاب لویې لارې یوه موټرچلوونکي خدای‌نظر پژواک ته وویل، د مزارشریف – جوزجان پر لویه لار د بلخ ولایت د پنځو ولسوالیو چهاربولک، چمتال، چاهي، دولت‌آباد او بلخ سربېره د شمال د درېیو ولایتونو جوزجان، سرپل او فاریاب نقلیه وسایط هم تګ راتګ کوي چې له امله یې ترافیکي ګڼه‌ګوڼه ډېره شوې ده.

د یادې لارې یو بل موټرچلوونکی شیرمحمد بیا وايي: «د ۴۰ دقیقو لاره ده خو ځیني وخت تر دوه ساعتونو پورې اوږدېږي، ډېر کله ناروغان تر روغتونه پر وخت نه رسېږي، که دا لاره دوه سړکه شي، خلکو ته به اسانتیاوې رامنځته شي.»

په همدې حال د بلخ ځايي مسوولین هم د یادې لارې ستونزې مني.

د مزارشریف ښاروال محمدکاظم طارق پژواک ته وویل: «هو! د قران‌شریف له چوک څخه ډېر زیات بیروبار وي؛ د پنځو دقیقو لاره تر یوه ساعته اوږدېږي. په دې اړه موږ روان کال چمتووالی نیولی دی.»

هغه وايي چې د دغه سړک دویم لاین جوړېدو لپاره بودجه منظوره شوې او ژر به يې کارونه پيل شي.

د بلخ اوسېدونکي په داسې حال کې د یادې ترانزیټي لارې د دویم لاين جوړېدو غوښتنه کوي چې وروستیو کې د هېواد ګڼو ولایتونو ترمنځ د عمومي لارو د دویم لاين د جوړېدو چارې پیل شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.