Language

۲۶مه داوطلبي؛ د پنجشېر ۲۶۳۸ قیراطه نور زمرد وپلورل شول

پاراخ (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۳): په ۲۶مه داوطلبۍ کې د پنجشېر ولایت له کانونو استخراج شوي ۲۶۳۸ قیراطه نور زمرد په ۷۴ زره و ۷۵۰ امریکايي ډالرو وپلورل شول.

د پنجشېر د کانونو رییس محمدقاسم امیري پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې داوطلبۍ کې له پنجشېر، کابل، پروان، کاپیسا، ننګرهار، لغمان، لوګر او پکتیا ولایتونو څخه ۸۰ او څلورو ایراني سوداګرو ګډون کړی و.

د امیري په وینا، په یاده داوطلبۍ کې پلورل شوي زمرد په نهو کارتنونو کې بسته‌بندي او د پنجشېر لومړۍ حصې ولسوالي کې استخراج شوي وو.

پنجشېر کې شاوخوا دوه کاله د زمردو پر استخراج بندیز لګېدلی و خو د ۱۴۰۲ کال د زمري میاشتې په وروستیو کې یې استخراج بېرته پیل شو چې تر اوسه ۲۶ ځلې د داوطلبۍ له لارې پر کورنیو او بهرنیو سوداګرو پلورل شوي دي.

د پنجشېر د کانونو ریاست معلوماتو پر بنسټ، په دغه ولایت کې د ثبت شوو ټولو کانونو شمېر ۱۷۰۰ ته رسېږي چې له ډلې یې د ۵۵۰ کانونو د استخراج چارې روانې دي او څه باندې ۱۵ زره کسان په کې پر کار بوخت دي.

Related Topics