کابل (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۳): د اسلامي امارت مشرتابه په یوه فرمان کې ویلي، د ټولو دولتي ادارو مسوولین مکلف دي چې د مراجعینو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي څو هغوی په مستقیم ډول خپلې ستونزې مسوولینو ته وړاندې کړي.
دغه فرمان د عدلیې وزارت پر خپله اېکسپاڼه خپور کړی دی.
د یاد فرمان په لومړي ماده کې راغلي، د وزارتونو، مستقلو ریاستونو، سترې محکمې، ولایتونو، ولایتي ریاستونو، امنیه قوماندانیو، ولسوالیو او نور امارتي ادارو مسوولین مکلف دي چې اړوندو وزارتونو او ادارو کې د مراجعینو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي څو په مستقیم ډول خپلې ستونزې مسوولینو ته وړاندې کړي.
د دغه فرمان په دویمه ماده کې راغلي، که چېرې په لومړۍ ماده کې د درج شوو مراجعو مسوولین د چارو د تراکم او زیاتوالي له امله ونه کړای شي له مراجعینو سره وګوري او ستونزې یې واوري، نو خپل یو استازی دې له مراجعینو سره د کتنې او د هغوی د ستونزو د لرې کولو لپاره توظیف کړي.
د دویمې مادې په دویم بند کې راغلي، د دغه فرمان په لومړۍ ماده کې د درج شوو مراجعو مسوولین مکلف دي چې پر وخت د مراجعینو عریضو او ستونزو ته رسېدنه وکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن