Language

اروزګان کې ځوانانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو غوښتنه وشوه

ترینکوټ ( پژواک، ۳ تله ۱۴۰۳): اروزګان ولایت کې د یوې غونډې ګډونوالو له حکومتي او غیرحکومتي ادارو وغوښتل چې ځوانانو ته د کاري زمینو برابرولو ته لومړیتوب ورکړي او د ګومارنې پرمهال د اړیکو پرځای وړتیا په پام کې ونیسي.

دغه څرګندونې نن د اروزګان ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریاست کې د ځوانانو له خوا د یوې جوړې شوي غونډې پرمهال وشوې.

دغه غونډه کې چې د اروزګان د اطلاعات او فرهنګ د رییس په ګډون د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولینو او د یو شمېر نورو ادارو استازو ګډون درلود، له مسوولینو وغوښتل شول چې د ګومارنې پرمهال د روابطو پرځای وړتیا په پام کې ونیسي.

د اروزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس قاري اغا ولي قریشي وویل، اوسمهال اروزګان کې لوستې ځوانان شته او په هره برخه کې د کار وړتیا لري.

نوموړي وویل، لاهم زیات شمېر لوستې ځوانان بې‌روزګاره دي او د کار کولو زمینه نه ورته برابرېږي.

قریشي له مرستندویه ادارو او مسوولینو وغوښتل چې په خپلو ادارو او پرمختیایي چارو کې اروزګاني ځوانانو ته د کار کولو موقع ورکړي.

ده زیاته کړه: «موسسات دې د ګومارنو پرمهال د اړیکو پر ځای وړتیا ته لومړیتوب ورکړي او زموږ وړ ځوانان دې په دندو وګوماري.»

هغه پر دولتي، خصوصي او مرستندویه ادارو ږغ وکړ چې خالي بستونه دې ازادې سیالۍ ته وسپاري ترڅو خلکو ته د کار کولو موقع برابره شی.

دغه غونډه کې د اروزګان د کار او ټولنیزو چارو رییس حافظ ګل اغا وویل، اوسمهال دغه ریاست په بېلابېلو برخو کې د حرفوي زده کړو زمينه برابره کړې ده.

ده زیاته کړه، هغه ځوانان چې لیک او لوست نه لري، حرفوي زده‌کړو دې وکړي او د یوه کار او کسب په ایجادولو سره دې د خپلو کورنیو لګښتونه تامین کړي.

همدارنګه د کار او ټولنیزو چارو رییس ژمنه وکړه چې دغه ولایت کې د دولتي او مرستندویه ادارو له استازو سره یو ځای به ځوانانو ته د کار موندنې برخه کې هڅې روانې وساتي.

دغه غونډه کې یو شمېر ځوانانو هم بې‌روزګاري لویه ستونزه یاده کړه او دغه برخه کې یې د مسوولینو د پاملرنې غوښتنه وکړه.

د نقیب‌الله په نوم د اروزګان ولایت مرکز ترینکوټ اوسېدونکي وویل، که ادارې هغوی ته د کار کولو موقع ورکړې، نو باوري دی چې په هره برخه کې به مسلکي کسان ښې لاسته راوړنې ولري.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.