ګردېز (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۳): د پکتیا ولایت په دوو ولسوالیو کې د ۹۲ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اتو کارېزونو د بیارغونې او پاکولو چارې پيل شوې.
د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رييس مولوي کریم فاتح وویل چې د روحاني بابا او زرمت په ولسوالیو کې د اتو کارېزونو د ترمیم او پاکولو چارې پيل شوې.
هغه وویل، د یادو کارېزونو پر ترمیم او پاکولو ۹۲ زره امریکایي ډالره لګښت راځي او چارې به یې د درېيو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، له یادو کارېزونو څخه ۵۰۰۰ کورنۍ ګټه پورته کوي او ۱۸۸۰ جریبه ځمکه هم خړوبوي.
بل لور ته، خلک د دغو کارېزونو ترمیم ته خوښ دي.
د زرمت ولسوالۍ د شیخانو کلي يوه اوسيدونکي آغاجان پژواک ته وويل چې پخوا به د سيمې خلکو د څښاک او ځمکو خړوبولو لپاره د کارېزونو له اوبو استفاده کوله خو وايي ياد کارېزونه په تېرو څو کلونو کې د سيلابونو او نه پاملرنې له امله زيانمن شوي او اوبه يې کمې شوې دي.
هغه له مسوولينو غوښتنه وکړه چې د ځمکې لاندې اوبو ساتنې لپاره دې پخواني تخريب شوي کارېزونه له سره ورغوي.
د روحاني بابا ولسوالۍ يوه اوسېدونکي سلطان هم پژواک ته وويل چې په سيمه کې به يې د کارېزونو په ترميم او پاککارۍ سره ډيری کورنيو ته پاکو اوبو ته د لاسرسي برخه کې اسانتياوې رامنځته شي.
هغه هم له حکومتي مسوولينو او مؤسسو وغوښتل چې په سيمه کې يې نور کارېزونه او چينې هم ترميم کړي.
د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رياست د معلوماتو له مخې، يوازې په زرمت او روحاني بابا ولسواليو کې ۴۵۴ کارېزونه له دوی سره ثبت دي خو يوازې ۵۴ یې د استفادې وړ دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن