Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

عمر: کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو ته مو د برېښنا تولید برخه کې ښه فرصتونه برابر کړي

کابل (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۳): د افغانستان د برېښنا شرکت اجرائیوي رییس له ایراني پانګه‌والو سره په لیدنه کې ویلي چې د کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو لپاره یې د برېښنا برخه کې ښه فرصتونه برابر کړي دي.

د افغانستان برېښنا شرکت پر اېکس‌پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو له یو شمېر ایراني پانګه‌والو سره د افغانستان د برېښنا شرکت د اجرائیوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر له لیدنې خبر ورکړی دی.

عمر په یاده لیدنه کې زیاته کړې چې کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو ته یې د برېښنا برخه کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه چمتو کړي او هڅه کېږي څو په دې برخه کې تر پخوا ډېر امکانات برابر شي.

هغه زیاته کړې: «د برېښنا له تاسیساتو نیولې د ډیجیټلي سیستمونو او د برېښنا د تولید کچې تر ډېرېدو پورې، موږ به په هغې برخه کې چې تاسو لېوالتیا لرئ، بشپړه همکاري تضمین کړو.»

بلخوا، ایراني پانګه‌والو د برېښنا شرکت د رهبرۍ له هر اړخیزې همکارۍ هرکلی کړی او څرګنده کړې یې ده چې په افغانستان کې د برېښنا تولید برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې د افغانستان د برېښنا شرکت اجرائیوي رییس ویلي وو، هڅه کېږي څو د کابل ښار او شاوخوا سیمو برېښنا تر راتلونکو دوو کلونو پورې ۲۴ساعته شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.